روسي ار ټي عربي رسنۍ راپور ورکړی، چې د اسرائیل سوداګریز شرکتونه د سقوط له جدي خطر سره مخ دي او سوداګرو خبرداری ورکړی چې که حکومت سمدستي اقدام ونه کړي، د هېواد اقتصاد به په بشپړ ډول فلج شي.
سوداګرو ويلي، ايران سره د جګړې له پيل راهيسې د هوټلونو او پلورنځیو ریزرویشنونه صفر ته کښته شوي او عام خلک د ناڅرګند برخلیک له امله په پناه ځایونو کې ژوند تېروي.
د اسرائیل سوداګرو همداراز د انرژۍ لېږد په سیمه ییزه سیالۍ کې د مصر او ترکیې په وړاندې د اسرائیل پر پڅ رول هم اندېښنه ښودلې ده.
هغوی زیاتوي، چې یاد هېوادونه د هرمز تنګي او سرې بحیرې د بدیلو لارو (لکه د سوریې له لارې د تېلو او ګازو نل لیکې) په رامنځته کولو سره په نړیوال بازار کې ستراتیژیک رول ترلاسه کوي، خو اسرائیل په دې برخه کې خورا ورو روان دی.
سوداګرو ټینګار کړی چې حکومت باید د خلیج او مدیترانې ترمنځ د خپل جیوپولیټیک موقعیت د ساتلو لپاره چټک او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
