لیکوال: عادل افغان

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې مسکو په افغانستان کې له طالب مشرانو سره په مهمو مسائلو بحث کړی او د ترهګرو ډلو په نامه له ممنوعه لېست څخه د طالبانو د نوم پر ایستلو غور کوي. نوموړي تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: «موږ باید مهم مسائل حل کړو او دا کار خبرې اترې غواړي. موږ به په دې اړه له هغوی (طالبانو) سره خبرې کوو، هماغسې چې نور یې کوي. هغوی په افغانستان کې بالفعل مقامات دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په مسکو کې څو ورځې مخکې په یو کنسرت کې خونړی برید وشو، چې د راپورونو له مخې په دغه برید کې ۱۴۰ تنه ووژل شول او نږدې ۲۰۰ نور ژوبل شول.

له دغه برید وروسته د امریکا په ګډون ډېریو غربي هېوادونو او د دوی رسنیو هڅه کوله چې دغه برید په یو ډول له افغانستان سره وتړي او په دې توګه د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ ورځ تر بلې رغېدونکې اړیکې پيکه کړي، خو خبره برعکس وه؛ ځکه هغه برید په هېڅ ډول د دې وړ نه و چې د افغانستان له قضیې سره دې وتړل شي او په دې سره د غرب د تبلیغاتي دستګاه دا بې ځایه او بې وخته هڅه هم ناکامه شوه.

د ګاونډیو، سیمې او نړۍ د هېوادونو پر وړاندې د اسلامي امارت د بې پرې او پر دوو اړخیزو ګټو د ولاړې رڼې پالیسۍ مثبتې پایلې ورځ تر بلې را څرګندېږي. امریکا او غربي هېوادونو په افغانستان له شرمه ډکې ماتې وروسته هڅه وکړه، چې افغانستان او په ځانګړې توګه اسلامي امارت په هر ډول محاصرې کې وساتي، له نړۍ سره د اړیکو جوړولو لارې او پلونه ورته ونړوي، نړۍ ته بیا هم پر دې دوکه ورکړي چې ګواکې په افغانستان کې نوی رامنځته شوی حکومت ستاسې دښمن دی او ستاسې امنیت ګواښي، له همدې کبله یې له یوې خوا د افغانستان پر وړاندې خپله تبلیغاتي دستګاه په شدت سره فعاله کړه، او له بلې خوا یې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه ولګول، د افغانستان ملي شتمني یې ګنکل کړه، په بهر کې مېشتو د افغانستان په سفارتونو او سیاسي او ډیپلوماتیکو استازولیو کې یې د تېر جمهوریت له ناکامو او فاسدو استازو ملاتړ ته دوام ورکړ، په ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان د خلکو څوکۍ داسې چاته ورکړه، چې آن د خپل ځان استازولي هم نه شي کولی، ځینې مرستندویه ادارې او هېوادونه یې وهڅول چې له بېوزلو افغانانو سره مرستې بندې یا کمې کړي، بهرني هېوادونه یې وهڅول چې له افغانستان سره له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي، ان پر افغانانو او افغان سوداګرو ویزې بندې کړي او په دې ډول لسګونه نورو برخو کې یې فشار راوړ ترڅو اسلامي امارت تر فشار لاندې راولي او خپل فرمایشونه او نا مشروع غوښتنې پرې ومني، خو له دې ټولو سره سره، امریکا او غرب دا ځل په دې هڅه کې هم ناکام شول.

اسلامي امارت په ډېره لنډه موده کې تر داخلي انسجام وروسته، په ډېرې چټکۍ سره خپلې بهرنۍ رڼه پالیسي اعلان کړه، د نړۍ له هېوادونو سره یې د مثبت او پر دوو اړخیزو ګټو او درناوي ولاړ تعامل ته مخه کړه، نور هېوادونه یې هم همدې ډول تعامل ته راوبلل، په لومړي سر کې اسلامي امارت وکولی شوی چې د پورته اصل پر بنسټ، له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي

. په دویم قدم کې د سیمې ځینې هېوادونه هم له اسلامي امارت سره د مثبت تعامل لپاره راوړاندې شول، په افغانستان کې یې خپل سفارتونه پرانیستل او دلته یې د پانګونې لپاره زړه ښه کړ، په درېیم قدم د نورې او لېرې نړۍ هېوادونه هم وهڅېدل او همدا لاره یې خپله کړه، په افغانستان کې یې خپلې ډيپلوماتیکې استاوزلۍ پرانیستې او ځینو نورو یې د پرانیستلو ژمنه کړې، ځینې یې د پرانیستلو په حال کې دي. له بلې خوا دوی د اسلامي امارت د فعالې ډيپلوماسۍ له کبله په یادو هېوادونو کې د افغانستان استازولۍ د اسلامي امارت استازو ته وسپارلې چې اوس پکې په نورماله توګه چارې روانې دي.

د اسلامي امارت د تېرې نږدې درې کلنې بریالۍ حکومتولۍ له برکته اوس ډېری هېوادونه او سیمه‌ییز قدرتونه له اسلامي امارت سره مثبت تعال لري او دغه راز دوی پر دې غور کوي چې څرنګه وکولی شي دا تعامل لا پراخ شي او اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.

دې چارې له یوې خوا د اسلامي امارت هغه داعیه برحقه ثابته کړه، چې افغانستان اوس امن دی، پر ټول هېواد کنټرول لري، نه په کور دننه او نه هم بهر چا ته ترې ګواښ پېښېږي او له نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړي او له بلې خوا یې د غرب ټولې هغه تبلیغاتي هڅې ناکامې کړې، چې غوښتل یې افغانستان نا امن، نورې نړۍ ته ګواښ او دغه راز په ټوله کې ناکام معرفي کړي. له نېکه مرغه چې اوس هرڅه د غرب د وړاندویینو برعکس روان دي.

نږدې دوې لسیزې وړاندې امریکا په خپل هېواد کې د یوې جعلي پېښې په بهانه پر افغانستان برید وکړ او له خپل ځواک او نفوذ څخه په ګټې اخیستنې سره یې پر نړۍ دا تحمیل کړه، چې تورو لېستونو په نوم ممنوعه لېستونه جوړ کړي او اسلامي امارت یې هم دغو لېستونو ته ور زیات کړ.

د دغو لېستونو له مخې، دغه ډول ډلې، افراد او حکومتونه چې په یادونو لېستونو کې وي، په هغه هېواد کې یې هر ډول فعالیت بند دی، پیسې یې کنګل کېږي او د هغه هېواد افراد هم له دې ډول افرادو، ډلو او یا حکومتونو سره هېڅ ډول راکړه ورکړه نه شي کولی، له دوو لسیزو منافقت او دوه مخي سیاست لوبولو وروسته اوس ټوله نړۍ د امریکا مکاره څېره پېژندلې، اوس پرې څوک ډېر غوږ نه ګروي.

د روسیې هېواد دا اقدام چې اسلامي امارت له دغه ډول لېستونو وباسي، مثبت اقدام دی، دغه چارو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخولی شي، اقتصادي راکړه ورکړه ورسره غوړېدلی شي او دغه راز د باور فضا لا نوره هم مثبته کېدای شي. دې ترڅنګ چین خو لا له وړاندې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري، له اسلامي امارت سره رسمي پروتوکول لري او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي راکړه ورکړه هم د پخوا په پرتله ډېره غوړېدلې ده.

په همدې ډول له ایران، ترکیې، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند او په دې ډول د سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې مثبتې دي، تعامل یې رسمي دی او داسې ښکاري چې دا هېوادونه به ډېر ژر د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په برخه کې هم ګامونه اوچت کړي.

اسلامي امارت ته په کار ده، چې خپله دغه ډول رڼه، پر دوو اړخیزو ګټو او درناوي ولاړه پالیسي لا نوره هم وپالي او د امریکا او غرب هغه هڅې ناکامې کړي چې غوښتل یې افغانستان منزوي کړي، بلکې لا نور هم د امریکا انحصار مات کړي او لکه څرنګه یې چې په نظامي ډګر کې د امریکا او غرب په ماتولو سره په سیمه او نړۍ کې نظامي انډول او لوی بدلون رامنځته کړ، په همدې ډول د سیاست، ډيپلوماسۍ او اقتصاد په برخه کې هم اسلامي امارت د همداسې یوه نوښت لامل کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version