د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې کابل کې یې خپله ډیپلوماتیکه استازولي نن سه‌شنبه د سفارت کچې ته لوړه کړه.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې له دې اقدام څخه یې موخه د کابل او نوي ډیلي د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ده.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «کابل کې د هند سفارت به په بېلابېلو برخو کې د افغانسان له خلکو سره د همکاریو د پراختیا په موخه خپل فعالیتونه زیات کړي.»

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال، مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کې ویلي وو، چې ډېر ژر به کابل کې د هند سیاسي استازولي د سفارت کچې ته لوړه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version