د اسلامي همکاریو سازمان په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو فوقالعاده غونډه کې د اسرائيل له لوري د غزې بشپړ اشغال او د خلکو د جبري کډوالۍ پلانونه سخت غندل شوي او دا د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.
د غونډې ګډونوالو د غزې ناورین او لوږې مسؤلیت په بشپړ ډول پر اسرائيل اچولی او د عاجل اوربند، د محاصرې پای او د مرستو رسولو غوښتنه يې کړې ده.
ګډونوالو ټینګار کړی، چې د ستونزې یوازینۍ او دایمي حللاره د ۱۹۶۷م کرښو پر بنسټ د خپلواک فلسطیني دولت جوړېدل دي چې پلازمېنه به یې القدس الشرقي وي.
ياده دې وي، چې همدا مهال اسرائيلي رژيم د غزې د بشپړ اشغال د طرحې په پلي کولو بوخت دی او د ځمکنيو او هوايي بريدونو په وسيله په ورځني ډول لسګونه عام فلسطيني وګړي شهيدانوي.