پاکستان د افغانستان یو ګاونډی هېواد دی چې همېشه یې له دې هېواد سره اړیکې پېچلې او ترینګلې پاتې شوې دي. که څه هم پاکستان په ښکاره هڅه کوي چې له افغانستان سره ښې اړیکې، قانوني او ډیپلوماټیک تعامل ولري، خو وخت ښودلې چې دغه اړیکې د خیر د نیت، د باور د فضاء رامنځ ته کولو یا د ګاونډیتوب د اصولو په اساس نه، بلکې د افغانستان په خاوره کې د ځواک د پټو او نامحسوسو مرکزونو د جوړولو په موخه جوړې شوي دي. د دې ناوړه نیت څرګندیدلو د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړې او تر اوسه هم اړیکې بشپړ روښانه او شفاف پړاو ته نه دي رسېدلي.

پاکستان ته د افغانستان حکومت همېشه د غوره ګاونډیتوب محترمانه لاس ورکړی، د سالمو اړیکو، تعاملاتو او دوه اړخیزې ګټورې سوداګرۍ غوښتنه یې کړې، خو په بدل کې پاکستان دوه مخیز چلند کړی، په پټه یې د افغانستان پر ضد توطئې جوړې کړې او د دې هېواد امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

په دې وروستیو کې د افغانستان د حکومت په بدلېدو سره، پاکستان لا ډیر جرئت کړی او د افغانستان پر سپینه لمن بې اساسه تورونه لګوي. پر فرضي کرښو په هوايي بریدونو او تخریبي عملیاتو کې د ملکي خلکو وژل یوازې د هغو بې‌ شمېره توطئو او جنایتونو یوه برخه ده چې پاکستان د افغانستان پر ضد ترسره کړي دي.

اوس د افغانستان د حکومت مخالفینو د دعوت په اساس، د «یووالي او باور جوړونې لوري ته» په نوم یوه ناسته جوړه شوې چې د سویلي آسیا د ثبات او ستراتیژۍ د څیړنیزې موسسې تر پوښښ او د آی‌ اس‌ آي تر ناوړه مدیریت لاندې ترسره کېږي. دا ناسته څرګندوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو فضاء لا خرابه او کرکجنه شوې ده.

دې ته په پام چې پاکستان له کورنیو ستونزو، د ملت او دولت د اختلافونو، د حکومت او واک د دستګاه د څرنګوالي پر سر د اختلاف له ننګونو سره مخ دی، د دې وخت نه و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پخوانیو ترینګلتیاوو ته لا پسې لمن ووهل شي او یو ځل بیا خپله توره څهره د آی ایس آی له ناوړه متعفن رنګ او بوی سره نړۍوالو ته وښيي.

دغه ناسته دومره مشکوکه وه چې د افغانستان د اوسني حکومت یو شمېر مخالفینو هم پکې ګډون و نه کړ، د خپل کور جنګ او د نظر اختلاف يې د ګاونډي کور ته ور نه ووړ، د دې پر ځای یې د ناستې پټ اهداف افشاء کړل.

افغان ولس د څو لسیزو جګړو او یرغلګرو تر څنګ، د پاکستان د بد ګاونډیتوب له امله هم ډیر رنځ او کړاو لیدلی، سره له دې چې پاکستان یو اسلامي هېواد دی، خو د افغانستان پر وړاندې یې په حملو، تهمتونو او افتراؤو کې د فغانستان له دښمنانو سره لږ توپیر هم نه دی کړی، نه یې کوي او نه له دې کار څخه ځان په شا کوي.

د همدې لپاره، دا ناسته پرته له دې چې د دواړو هېوادونو تر منځ شخړې زیاتې او سیاسي فضاء خړه کړي، بله کومه ګټه نه لري. پاکستان غواړي د افغانستان او افغانانو د ملي ګټو پر ضد د داسې غونډو له ګډونوالو او د هغوی له افغاني هویت څخه ګټه پورته کړي.

د «باور جوړونې» او « د یووالي لوري ته» په څېر جذاب او لوی نومونه یوازې د افغان ولس د تېر ایستلو لپاره د پوښښ په توګه کارول شوي، خو له نېکه مرغه ولس دا ځل نه تېر وځي او په دې دامونو کې ځان را ایساروي.

لکه څنګه چې د افغان مخالفینو یوې برخې لا له وړاندې د دې ناستې پټ اهداف درک کړي او ځینو هغو یې ګډون پکې ونکړ، افغان بیداره او ځیرک ولس هم نور له دې سوري نه چیچل کېږي او نه هم د درملنې په موخه لاس ور اوږدوي.

د حیرانتیا وړ خبره دا ده چې پاکستان د دې پر ځای چې د خپلو کورنیو ستونزو حل ته پام وکړي او د خپلې ټولنې دننه دوه ګونی چلند ورک کړي، هڅه کوي د خپل بام واورې د ګاوندي په بام ور واچوي او افغانستان په خپلو ستونزو کې پړ وبولي. د دې کار لپاره همېشه له شرموونکو اقداماتو کار اخلي. داسې لکه یو انسان چې خپل عیب پټ کړي او د بل عیب د ډول له غږ سره تر نورو ورسوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version