لیکوال: ایمل پښتون
د پخواني شوروي اتحاد وحشي لښکرو د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه نیټه په افغانستان یرغل راووړ، برابر ۹ کاله او ۵۰ ورځي یې خپل ټول وحشت او بربریت وکاراوه، کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ، د هغه وخت کمونيستانو او خلقيانو دا تبليغات کول، چې روس نه ماتېدونکی قدرت دی، خو د افغان ولس مېړانې او د الله (جل جلاله) نصرت روسيه شرمېدلې ماته کړه، نه يواځې روسيه ماته شوه، بلکې اتحاد جماهير شوروي هم ړنګ او دړې وړې شو.په دغې ورځ د هغه وخت د نړۍ ستر نظامي زبرځواک او د وارسا د پکت علمبردار (پخواني شوروي اتحاد ) له خپلو باروتي فيلانو، هوايي ځواک او پرمختللې پوځي تکنالوژۍ سره سره د افغان، باتور، مسلمان، بې وسلې او بې دفاع ملت پر وړاندې په داسې حال کې وروسته له څه د پاسه ۹ کالو نا متوازنې جګړې شرمېدلې ماتې وخوړه، چې يوازې د خپلو پلرونو او نيکونو دانپور او چقمقي توپک او زړې زنګ وهلې تورې او تبرونه يې په لاسونو کې وو، خو افغان غيور ملت چې له آره د قربانۍ او خود اراديت حس په ارثي توګه په کې ژوندی پاتې دی، خپلې سينې د يرغلګرو شورويانو غول پيکرو ټانکونو، چورلکو او ناپالم بمونو ته سپرکړې، مرګ ژوبلې او شهادتونه يې پرځان نذرانه ومنل، افغانانو ته دا جګړه ډېره درنده تمامه شوه، يو نيم ميليون افغانان شهيدان شول، دری برابره هيوادوال مو ګاونډيو او بهرنيو ملکونو ته مهاجر شول، له څلور لکو زيات معيوب، يتيمان او کونډې راپاتې شول، خو غیور اولس د تاريخ تور داغ خپلو راتلونکو نسلونو ته پرخپله سپينه ټنډه پرې نه ښود.د پنځوسو زرو عسکرو په تلفاتو او ګوډ و مات کېدو سربیره یې په ملیاردونو ډالر ولګول، تر څو افغانستان هضم او افغان مجاهد ولس د ځان غلام جوړکړي؛ خو نه دا چې دغه ارمان یې پوره نه شو، بلکې د متعال رب (جل جلاله) په نصرت او د برمیال ولس د قربانیو په برکت د سره ښکیلاک پښې ډېر ژر ګړوبې او دې ته اړ شو؛ چې له افغانستان څخه پښې سپکې او خپل تاریخي شسکت ومني. د ۱۳۶۸ هجري لمریز کال د ثور د میاشتې په ۲۶ مه نېټه د یوه بې وزله او بې وسه خو متعهد او شجاع اولس په مقابل کې د ماتې په منلو سره له افغانستان څخه په شرمناک ډول وشړل شو. له نظامي ماتې یې ایډیالوژیکي ماته خورا خوندوره وه.اسلامي اعتقادات د کمونستانو پر اعتقاداتو برلاسي شول، چې دا په حقيقت کې د نړۍ له مداره د کمونېزم د ټغر ټولېدل وو.د شوروي د سوسياليست جمهوريت اتحاد يا “USSR” که څه هم يو خورا متمرکز دولت و، له ۱۵ جمهوريتونو څخه جوړ شوی و، خو له افغانستان سره ټکر یې د دې لامل شو، چې ټيټې سترګې، مات وزرونه او شرمېدلي سره تيت پرک شول.