د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو سرپرست معین، هېواد کې پر رسنیو هر ډول بندیز رد کړی او ویلي یې دي چې اوس‌مهال په هېواد کې پر رسنیو هیڅ ډول بندیز ندی لګول شوی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو سرپرست معین ښاغلی ضیاءالحق حقمل، بلخ ولایت کې خبریالانو ته ویلي؛ «که څه هم د انځورونو د خپرولو په برخه کې د اسلامي امارت رهبري ځیني علمي ملاحظات لري خو رسنۍ یوه ټولنیزه اړتیا ده او باید خپلو کارونو ته دوام ورکړي.»

د یادونې وړ ده چې پر ټولنیزو رسنیو له څو ورځو راهیسي ځینې آوازې خپرې شوې چې ګویا د اسلامي امارت رهبرۍ هېواد کې د انځوریزو رسنیو د بندېدو فرمان ورکړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version