د اسلامي نړۍ علماوو ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره، کابل کې د معتادینو پر روغتون برید ستر جنایت، د بشري او اسلامي قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

په اعلامیه کې د پاکستان له پوځي رژیم او مشرانو غوښتنه شوې، چې د اسلامي مسؤلیت له مخې پر افغانستان خپل بریدونه ودروي او د پېښې روښانتیا لپاره یوه بې‌ طرفه پلټونکې کمېټه وټاکي.

یاد سازمان پر دواړو لوریو غږ کړی چې جګړه بنده او شته ستونزې د منځګړیتوب او خبرو اترو له لارې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني رژیم وړمه شپه کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون برید وکړ او تر ۶۵۰ ډېر ناروغان یې شهیدان او ټپیان کړل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version