د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ ویلي، چې کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان پوځي رژیم برید باید په روښانه ډول وڅېړل شي او له عاملينو سره یې حساب وشي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې نوموړي ویلي: «د پاکستان له خوا هوایي بريد چې په کابل کې د نشه‌يي توکو د درملنې يو مرکز یې په نښه کړی، باید په بېړني، خپلواک او شفاف ډول وڅېړل شي او عاملين یې حساب ته راکاږل شي.»

بېنېټ همداراز قربانیانو او د هغوی کورنيو ته د تاوان ورکولو غوښتنه هم کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version