د افریقا په کانګو جمهوریت کې چارواکو اعلان کړی، چې د هېواد پلازمینې کینشاسا کې له ماکالا زندان څخه د بندیانو د تېښتې د هڅې پر مهال ۱۲۹ بندیان وژل شوي دي.

ماکالا زندان د کانګو په کچه تر ټولو لوی زندان دی او د ۱۵۰۰ بندیانو د ځایولو وړتیا لري، خو شمېرې ښيي، چې اوسمهال په دغه زندان کې ۱۴ څخه تر ۱۵ زره پورې کسان بندیان دي او اکثریت یې خپلو محکمو ته په تمه دي. ۲۰۱۷ زیږدیزکال کې له دغه زندان څخه ۴ زره بندیان تښتېدلي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version