د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد افغانستان کې د داعش او نورو ډلو په اړه د امنیت شورا د ځینو هېوادونو تشویشونه بې ځایه بللي او په خبره یې افغانستان کې د نورو هېوادونو خپلسرې ډلې شتون لري.

ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې د دغې ادعا د ردولو سربېره له هغو ټولو جهتونو چې په دې اړوند تشویش اچوي غوښتنه کوو، چې بې دلیله دې د افغانستان د بې ثباته ښودلو کوښښ نه کوي.

نوموړي همدا راز ويلي: «داسې هيڅ شواهد وجود نه لري، چې ورته ادعاوې ثابتې کړي. موږ پوښتنه کوو چې بې له کوم ثبوت او دلیل څخه د انديښنو اچول به د چا په ګټه او د کوم هدف لپاره وي؟.»

مجاهد همدا‌ راز په ټولو اړخونو غږ کړی، چې د بې ځایه ادعاوو پرځای په افغانستان کې موجود امنیت او پرمختګ یو ښه فرصت وبولي او همکاري وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version