د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون ويلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۰۴۶ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.

د ياد کميسيون د مالوماتو له‌مخې، د دغو کورنیو د غړو شمېر ۶۱۸۵ تنه دی، چې په جبري ډول له یادو هېوادونو رایستل شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کډوال د اسلام کلا، سپين بولدک، د نیمروز ورېښمو لارې، تورخم او د هلمند د بهرامچې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

همدا راز سرچينه وايي، چې راستنو شويو کډوالو ته د لومړنيو مرستو سربېره ټرانسپورټ او نور اړين اقدامات هم ترسره شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version