Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د افغانانو ترمنځ د تفرقې اچولو لپاره د باغیانو منافقت!
    لیکني

    د افغانانو ترمنځ د تفرقې اچولو لپاره د باغیانو منافقت!

    صابر افغانصابر افغان6 سپتمبر 2024۱ څرگندون3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې رواني جګړه د ټولو هېوادونو لپاره په یوه مهمه وسله بدله شوې ده؛ په دې فضا کې د افغان ملت دښمنان په عمومي توګه او باغیان په ځانګړې توګه، د افغانانو د وحدت د مخربو ځواکونو په توګه او د اسلامي نظام په وړاندې دسیسه کوونکو په توګه، د بېلابېلو لارو چارو په کارولو سره هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ تفرقه او درز جوړ کړي چې دا دسیسې عبارت دي له:

    ۱. فریب ورکوونکي شعارونه:

    د شر او فساد ډله په ټولنیزو رسنیو کې معمولاً د تفرقې او قوم پرستۍ شعارونه کاروي تر څو د ځینو قومونو ملاتړ او توجه راجلب کړي؛ دا کسان ځانونه د افغانانو د یوه ځانګړي قشر د ملاتړ کوونکو په توګه معرفي کوي، خو په عمل کې د اسلام د دښمنانو وسیلې دي او موخه یې د افغان مسلمان ملت وحدت کمزوری کول دي؛ دا دوه‌مخیزه چلند د شر او فساد ډلې تاکتیک دی چې په خلکو کې ګډوډي او شک رامنځته کړي چې ګټه یې د اسلام د دښمنانو په برخه کېږي.

    ۲. د دروغو خبرونو خپرول:

    په ټولنیزو رسنیو کې د باغیانو یو له اصلي تاکتیکونو څخه د ناسم او تحریف شویو خبرونو خپرول دي؛ دوی د غلطو او بې‌اساسه خبرونو په کارولو سره هڅه کوي چې د افغان ملت او اسلامي امارت ترمنځ بې‌باوري او شک پیدا کړي؛ دا دروغ خبرونه او اوازې معمولاً په ښکلي او مسلکي بڼه وړاندې کېږي تر څو تاثیر ولري.

    ۳. د اسلام له دښمنانو سره همکاري:

    د افغانانو د وحدت د کمزورۍ په موخه د شر او فساد ډله هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ تفرقه او درز رامنځته کړي؛ دا ډله د قومي، مذهبي او سیاسي مسایلو څخه په ګټې اخیستنې سره هڅه کوي چې د هېواد مختلف قشرونه د یو بل په وړاندې راپاروي؛ دا هڅې معمولاً د بدبینۍ او د اسلامي امارت د پراخې واکمنۍ د کمزوري کولو په موخه ترسره کېږي.

    ۴. د افغانانو د وحدت کمزوري کول او تفرقه رامنځته کول:

    په ټولنیزو رسنیو کې د باغیانو منافقت د ځینو افغانانو په افکارو منفي اغېز کوي؛ دا تفرقه د دې لپاره رامنځته کېږي چې د اسلامي نړۍ د دښمنانو موقف د دوی په وړاندې پیاوړی کړي، چې دا د دوی اوږدمهاله او لوړ هدفونه دي.

    نو افغانان باید د شر او فساد ډلې له منافقت څخه خبر اوسي او د دې دسیسو سره د مقابلې لپاره افغانان باید په کافي پوهې او دقت سره متوجه اوسي او د دوی د تبلیغاتو او اوازو په دام کې ونه لوېږي؛ د افغانانو ترمنځ د همبستګۍ تقویت او وحدت رامنځته کول، د شر او فساد د ډلې د دسیسو او توطئو پر وړاندې د مقابلې اصلي کیلي ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپه افغانستان کې د شر او فساد د لارویانو/باغیانو اقلیت
    راتلونکي مقاله جاپان د افغانستان په ۹ ولایتونو کې ۱۶۵ ښوونځي جوړوي

    مربوطه لیکنې

    تېر پنځه کلونه او د هېواد د آزادۍ لپاره د مخالفینو بې پایه شعارونه

    18 جولای 2026

    د مخالفینو د داخلي اختلافاتو حقیقت؛ ولې جبهې ترې سر غړوي؟

    16 جولای 2026

    د نړیوالو واقعیتونو په درک کې د احمد مسعود تېروتنه

    15 جولای 2026

    ۱ څرگندون

    1. مولوي احمد فهیم on 6 سپتمبر 2024 6:26 AM

      السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
      ویاړم چي دهندوکش له ویبپاڼي سره یوځاي سوم
      مولوي احمد فهیم

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جولای 2026

    د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او تېزو بادونو خبرداری ورکړل شوی

    د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د یوې تازه خبرتیا په…

    نورستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د شهیدانو شمېر ۲۳ ته ورسېد او ۱۰۰ تنه لا هم نادرکه دي

    21 جولای 2026

    امریکا ویلي، پر ایران به زموږ عملیات تر بشپړې بریا دوام وکړي

    21 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او تېزو بادونو خبرداری ورکړل شوی

    21 جولای 2026

    نورستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د شهیدانو شمېر ۲۳ ته ورسېد او ۱۰۰ تنه لا هم نادرکه دي

    21 جولای 2026

    امریکا ویلي، پر ایران به زموږ عملیات تر بشپړې بریا دوام وکړي

    21 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.