د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ایران د ریل پټلۍ څخه د ګټې اخیستنې ادارې مرستیال انجنیر مرتضی جعفري په مشرۍ د یاد هېواد له پلاوي سره کتلي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د ريل پټلۍ له لارې د دواړو هېوادو تر منځ د صادراتو او وارداتو په تړاو او همدارنګه اروپایي هېوادونو ته د ريل پټلۍ په واسطه د ایران او ترکیې له لارې د افغاني توکو د لېږد په تړاو خبرې شوې دي.
ښاغلي عزیزي د دواړو هېوادو د دولتونو له خوا سوداګرو ته د آسانتیاوو پر برابرولو او د ریل پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد پر زیاتوالي ټینګار کړی او یو پنځه کسیز پلاوی یې د همغږۍ لپاره ایراني پلاوي ته ور پېژندلی دی.