په تېرو دوه لسیزو کې د امریکايي اشغال تر توغ لاندې، په افغانستان کې د واک پر ګدۍ ناستو سیاسیونو، ډلو، ټپلو، قومي، سمتي او ژبنیو ټېکه دارانو او میراثیانو د جمهوریت په نوم د فساد، بډو، رشوتونو، غلاوو، اختطافونو، پروژو او نادودو ډکې ځالې له ړنګېدو او بهر ته تر تېښتې وروسته، بیا د واک نشې واخیستل او په تبعید کې یې د نویو ډلو او ټپلو د جوړولو اعلان وکړ، چا ځان ولسمشر اعلان کړ، چا له اسلامي او ملي ارزښتونو سره په مخالفت کې په یوه او بل نوم سیاسي دوکانونه جوړ کړل، چا ځانونه خراسانیان وبلل، چا مقاومتیان او چا بیا د بغاوت لارویان.
د دغه ټولو ډلو او ټپلو، تش په نوم جبهاتو، خیالي ولسمشرانو، د سیاسي دوکانونو دوکاندارانو او د ګوتو په شمېر د دوی د څو تنو پلویانو تر منځ یوازینی مشترک ټکی دا دی، چې ټول یې په بهر کې د کوربه هېوادونو، استخباراتي ادارو، جرمي شبکو، قاچاقبرو، د وسلو جوړولو کمپنیو د مالکینو او نورو شریرو عناصرو او کړیو دروازې ټکوي، په افغانستان کې د جګړې او وینې بهېدنې، د درېدلي ماشین د بیا فعالیت غوښتنه ترې کوي او په لړۍ کې یې هر یو تر بل ډېره هڅه کوي، چې ځانونه دوی ته ډېر نږدې کړي، ځان د جګړې او وینې بهونې سرسخت پلویان او د پردیو ګټو د خوندیتوب قوي ضامنان وښيي.
تر همدې یوه مشترک ټکي ورها خوا، دا جګړه خوښي، شریر، مفسد او جنایتکاره بانډونه په داسې خپل منځي اختلافاتو کې سره ښکېل دي، چې د همدې جوړو شویو ډلو او ټپلو له منځه نږدې هره میاشت نوې ډلې راوځي، هر یو یې ځانته په بېل نوم او ادرس نوې ډله جوړوي او هڅه یې دا وي چې نور کسان په خپله ډله کې ور جذب کړي. دوی په دغه ماشومانه، مغرضانه، خودخواه او له جنونه ډکو لوبو کې دومره سره ور ګرم دي، چې خپل شاوخوا ته یې هم پام نشته؛ چې څه تېرېږي!؟ نړۍ څه کوي او په افغانستان کې څه روان دي!؟
بل خوا دغه کسان هم ټولې نړۍ ازمویلي او هم د افغانستان خلکو؛ نه ترې نړۍ ښه خاطره لري او نه هم د افغانستان خلک. اوس پرې د دوی نږدې باداران او د شیطاني دسیسو لارښوونکي هم باور نه کوي، هغه چې دوی یې د خوش خدمتۍ په لاره کې تر هر څه تېر وو، د ځان، خلکو او وطن عزت یې ورته لیلام کړی و، ټول ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړي وو، شپه او ورځ دې ته لالهانده وو، چې څنګه خپل بادار خوشحاله وساتي، تر څو مادي امتیاز ترلاسه کړي.
د دوی ټولې شریرې کړنې له هېواد بهر روان دي، ځکه د هېواد په داخل کې خلک کرکه او نفرت ترې لري، پر ګرمو وعدو، لاپو او شاپو یې خلک خاندي، د وطن ستونی د دوی له زهرجنې او مکرجنې چړې خوندي شوی، دوی ټولې شریرې کړنې له هېواد بهر ترسره کوي، هر څه د خپلو ډلو او ټپلو تر منځ ترسره کوي، نه یې هېواد ته زیان رسېدلی شي، نه یې څوک په خبرو تېر وځي او نه هم وطن ته د راتګ او کوم ناوړه عملي اقدام جرئت کولای. دوی له اختلافاتو، ناندریو او ګډوډیو په ډکې، بې پلانه، بې ارزښته او غیر عملي انلاین نړۍ کې سره ښکر په ښکر دي، خو وطن یې له هر شره خوندي دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.