بهرنيو چارو وزارت وايي چې د بلاروس جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوکا شیویچ د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي سره د افغانستان او بلاروس تر منځ په اقتصادي او سیاسي مشترکاتو او نورو ګډو همکاریو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه وايي چې ښاغلي ستانکزي کابل ته د خپل بلاروسي سیال دغه سفر د بلاروس او افغانستان په دوه اړخیزو اړیکو کې مهم پرمختګ او د اوږد مهاله همکاریو په برخه کې ښه پیل بللی دی.

‏د خبرپاڼې پر بنسټ لوکا شیویچ ويلي بلاروس غواړي‌ له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د همکاریو لپاره بنیاد کېږدي، او دواړه لورو هوکړه کړې چې د یادو همکاریو د لا پراختیا په موخه به تخنیکي ټیمونه په کابل او مېنسک کې خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version