د عراق دولتي خبري اژانس خبر ورکړی، چې ترکيه کې د عراق سفیر مجید اللجماوي او د افغانستان د سفارت سرپرست محمد زبیر ودان د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د متقابلو همکاریو پر پراخېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفارتونو د بیا پرانیستلو پر امکاناتو بحث او خبرې کړي.

سرچينه وايي، دواړو ډیپلوماټانو ټینګار کړی چې د عراق او افغانستان ترمنځ باید رسمي او سیاسي اړیکې بېرته فعاله شي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو همکاريو لار هواره شي.

ښاغلي ودان او الجماوي‌ همدا راز په ګډه د مهمو سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه د همغږۍ او همکارۍ په پراخېدو هم ټينګار کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version