د امریکا متحده ایالتونو د چهارشنبې په ماښام د غزه کې د بېړني اوربند په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شوری پرېکړه لیک ویټو کړ.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شوری ۱۴ غړو دغې مسودې ته موافقې رایې ورکړې؛ خو د امریکا متحده ایالتونو هغه ویټو کړه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دائمي استازي له رایه اچونې وړاندې د امنیت شوری غړو ته ویلي، چې دغه هوکړه لیک غزه کې د اوربند لپاره د امریکا هڅې کمزورې کوي.

د یادونې وړ ده، چې امریکا له دې وړاندې هم غزه کې د جګړې د پای‌ته رسولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شوری څو نور پرېکړه لیکونه هم ویټو کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version