د افغانستان د کورنۍ جګړې د یوه مطرح غړي احمدشاه مسعود شاوخوا کسان، نه یواځې دا چې د کورنۍ جګړو اصلي مخکښان او له نوموړي سره جوخت، د روسیې، امریکا، برېټانیا او فرانسې په څېر هېوادونو له استخباراتي او مخربو کړیو سره په بېلابېلو معاملو کې ښکېل وو، بلکې د هغه له مړینې وروسته پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته مستقیماً له امریکایانو سره ودرېدل او دوه لسیزې یې د اشغال تر توغ لاندې ژوند وکړ.

د دغه کسانو له ډلې یې یو تن جنرال محمد داوود وو، چې له لومړيو له مسعود سره اوږه پر اوږه، له بهرنیانو سره په ډېرو پټو او ناوړه معاملو کې شریک و. نوموړي پر افغانستان د امریکا له برید سره هم مهاله د امریکایانو خدمت ته ځان حاضر کړ او د خپلو خلکو او ولس پر وړاندې یې بې رحمه جګړه پیل کړل، د افغانستان په شمال کې یې ډېر ظلمونه وکړل، ډېر بې ګناه کسان یې په یوه او بله بهانه ووژل، ډېر یې شکنجه کړل، ډېری یې له خپلو سیمو تېښتې ته اړ کړل او د هېواد په شمال کې یې د مېشتو پرګنو او قومونو ترمنځ بې اتفاقیو ته په پراخه کچه لمن ووهله.

نوموړی په شمال کې د امریکايي او ناټو ځواکونو یو له تر ټولو هغه نږدې همکارانو څخه و، چې د دوی د خوشحالولو لپاره یې هرې ناروا کړنې ته لاس اچاوه او په شمال کې یې د امریکايي لوبو او ناوړه پروژو د پلي کولو لپاره ډېرې منډې ترړې وکړې. د همدې خوشخدمتیو په مقابل کې امریکایانو د ډګر جنرالۍ رتبه هم ورکړه او نوموړی یې د لا ډېرو خوشخدمتیو لپاره وهڅاوه.

نوموړی په شمال کې د ډېرو خلکو له سیستماتیکو وژنو، ربړونو، شکنجو او زنداني کولو وروسته، بالاخره د ۱۳۹۰ل کال په جوزا میاشت کې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو. د هغه له وژنې وروسته، په شمال کې ډېرو خلکو د ارام ساه واخیستل او د ده له ظلمونو په امن شول. دغه راز د نوموړي په مړینه امریکایانو او نورو غربي هېوادونو هم د تمساح اوښکې تویې کړې او د هغه مړینه یې د ځان او خپلو پروژو د تطبیق په برخه کې ستره ضایعه وګڼل.

دا تنها داوود نه و، چې امریکايانو او غربي اشغال ته د خدمت او دغه راز د خپل ولس او خلکو د ربړونې لپاره تاریخ ته تورې کارنامې پرېښودې، بلکې د ده او په ځانګړې توګه د مسعود ډېر نور داسې لارویان هم وو او هم شته، چې لا یې هم د خپلو اسلافو پر تور قدم، قدم اېښی دی، د خپل وطن د پلور، د خپلو خلکو د وینې تویولو، د خپل ځان او کورنۍ د ګټو د خوندیتوب او دغه راز یې د خپلو بهرنیو بادارانو د خوشحاله ساتلو لپاره ډېرې بې ځایه قربانۍ ورکړې او ځنیو خو لا ځانونه هم ترې قربان کړل.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version