د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزیر عبدالله بن طوق المري او مل پلاوو ترمنځ د یو لړ اقتصادي چارو په اړه دوه اړخیزه ناسته ترسره شوې.
د ناستې په پیل کې عبدالله بن طوق المري افغان پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د متحده عربي اماراتو اوسنی اقتصادي وضعیت تشریح کړی او د افغانستان – اماراتو د سوداګرۍ د پراختیا په اړه یې خپله ژوره لېوالتیا څرګنده کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د پانګونې شته فرصتونو او د سوداګرۍ په برخه کې د همکاریو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړي.

په دې کتنه کې د معادنو استخراج، د کرنې میکانیزه کولو، دزراعتي محصولاتو لپاره د بازار موندني، په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او د ټرانزیټ پراختیا، اماراتو ته د افغان کارګرو لېږد، د بانکي اړیکو عادي کول او د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکاريو په باب هر اړخیز بحثونه شوي.

د غونډې په پای کې دواړو لوریو هوکړه کړې چې د یادو مواردو د تطبیق لپاره به تخنیکي ټیمونه ټاکي ترڅو یاد پروګرامونه په اغېزمن ډول عملي او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version