‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي د قرغزستان پلازمېنه بېشکیک کې د دغه هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر، باکیت صدیکوف سره کتلي دي.

قرغزستان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دغه کتنه کې د اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په اړه د خبرو ترڅنګ، دوه مهم سوداګریز سندونه هم لاسلیک شول.

ټاکل شوې، د‌ دې سفر په لړ کې به د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير له یوشمېر مهمو لیدنو سربېره، د قرغزستان په «ایسیک-کول» اقتصادي فورم کې هم ګډون وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version