خیبر پښتونخوا کې د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو تېره شپه د خیبر ولسوالۍ په باړې سیمه کې د دغه هېواد پر یوه پوځي زغره‌وال موټر بمي برید کړی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې برید کې یاد پوځي موټر تخریب او پکې سپاره ټول پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي؛ خو د شمېر په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

د یادونې ده، چې پاکستاني طالبانو تېره ورځ په باجوړ او شمالي وزیرستان ولسوالیو کې هم په دوه جلا تعرضي بریدونو کې شاوخوا ۳۰ پاکستاني پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version