د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې د دې خونې رئیس، سید کریم هاشمي په نوي ډیلي کې د هند صنعت او سوداګرۍ خونې له مشرتابه سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، هندي لوري ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به د ۲۰ کسیز سوداګریز پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي، څو د پانګونې او ګډو همکاریو فرصتونه وارزوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، دواړو لورو د سوداګریزو پلاوو د تبادلې، ګډو پانګونو او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.


