د عامې روغتیا وزیر، مولوي نورجلال جلالي هند ته په سفر کې د دې هېواد د چاپېریال، ځنګلونو او اقلیم بدلون وزارت له وزیر کیرتي وردان سېنګ سره کتلي.
د یاد وزارت ویاند وایي، دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې پر همکارۍ، د درملو اوږدمهاله تأمین، او د روغتیا سکتور کې د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
هندي لوري د افغانستان د خلکو د روغتیایي امنیت د ملاتړ لپاره د هند ژمنتیا یو ځل بیا تازه کړې او ډاډ یې ورکړی چې په بېلا بېلو برخو کې به له افغان حکومت سره همکارۍ روانې ساتي.
