د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان وضعیت ښيي چې جیوپولیټیکي قواعد په بشپړ ډول بدل شوي دي. پخوا د پاکستان جغرافیه پر افغانستان د فشار لپاره کارول کېده، خو اوس د افغانستان جغرافیايي او سیاسي وزن داسې بدل شوی، چې د ډېر څه کنټرول د افغانستان لاس ته ورغلی او د پاکستان پخوانۍ چالاکۍ نور ناکاره شوې دي. هغه وخت تېر شوی چې افغانستان به یوازې پر کرښه دفاع کول؛ اوس افغان لوری د غاښ ماتوونکي ځواب لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي.
په فرضي کرښه له نښتو نیولې تر ډرون او سایبري بریدونو پورې دا ټول د انتقامي عملیاتو پیل و، دا عملیات داسې پړاو ته داخلېدلی شي چې اسلام اباد یې د درنو پایلو اټکل نه ده کړی. د بارودو لوګي اوس له ډیورنډ فرضي کرښې په لاهور او پینډۍ کې د جنرالانو تر ټولو خوندي ودانیو ته رسېدلي او دا یې ثابته کړې چې افغانستان نور د پاکستان د زوړ او تکراري سیاست تر اغېز لاندې نه راځي.
ډرون او سایبري بریدونه د دې نښه ده چې افغان حکومت د جګړې په نوي او عصري ډول پوهېږي او په دې برخه کې یې تېر څلور کاله ښه مزل کړی. د افغانستان له هر برید سره د پاکستاني پوځ د غرور ماڼۍ نړېږي او همدا وېره د پاکستان د جنرالانو په سترګو کې لیدل کېږي، ځکه دوی پوهېږي چې له یوه داسې ځواک سره مخ دي چې نه ماتې مني او نه شاتګ پېژني. د جګړې دغه جغرافیايي بدلون خطرناکې پایلې لري، ځکه دا د پاکستان د پاشلو لپاره تر ټولو چټکه او خونړۍ لاره بلل کېږي.
د پاکستان په وړاندې د افغانستان انتقامي عملیات هغه څه دي چې پاکستاني جنرالان یې له اضطراب سره مخ کړي او هره ورځ یې ور فهموي چې باید په خپلو پالیسیو سل ځله بیا کتنه وکړي. پاکستان باید پوه شي چې افغانستان اوس هغه بې وسه هېواد نه دی چې یوازې به یې په پاکستاني جیټ او توغندیزو بریدونو د خپلو خلکو د وژل کېدو ننداره کوله، بلکې اوس دا وړتیا لري چې د نوک ځواب په سوک ورکړي.
که د پاکستان ناسم چلند، تېری او روان وضعیت دوام وکړي، نو افغان حکومت به داسې غیر دودیز افشنونه انتخاب او عملي کولو ته لاس واچوي چې د پاکستان لوری او نقشه بدلوونکي وي. که د پاکستان تېري دوام وکړي، نو د جګړې دایرې به پراخې او له داسې وسلو به کار واخیستل شي چې پاکستان به یې په مخنیوي کې بې وسه وي. د پاکستان اقتصاد او امنیت به داسې وځپي چې بیا به یې ژر رغول ناممکن وي. د پاکستان د ننه به سیاسي درزونه او امنیتي ننګونې هم له دې جګړې سره پراخې شي.
هغه وېره چې اوس د پاکستاني پوځ د خاصې کړۍ په زړه ننوتلې ده، پر ځای ده؛ ځکه هغوی پوهېږي چې افغانان که یو ځل د غچ اخیستو نیت وکړي، نو بیا یې مخه نیول ناممکن دي. د افغانانو د غچ اخیستنې اراده د هغو تېرو لسیزو تېروتنو او تېريو طبیعي پایله ده چې اسلام اباد د افغانستان په حق کې کړې دي. افغانستان نور د چا د لاس آله نه ده او بې ځایه پارول یې د مرګ له کومي سره لوبې کول دي.
که پاکستان خپلو شریرو کړنو ته د پای ټکی کېنږدي، نو د افغانستان راتلونکي ګامونه به د پاکستان د پاشل کېدو د فصل پیل وي. دا یو داسې ګواښ دی چې عملي کېدل یې تر بل هر وخت ډېر نږدې دي. که افغانستان خپله بشپړه سیاسي، نظامي او تخنیکي انرژي وکاروي، نو په پاکستان کې به تر محاسبو لوړې ګډوډۍ رامنځته شي. پر افغانستان تېری د پاکستان په برخلیک کې د هغې تورې ورځې خوا ته دغه هېواد نږدې کوي، چې وړاندوینې یې ډېر پخوا شوې وې.
