شنبه/ د وري ۱۱ مه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به له پاکستان سره د هوا له لارې به هم ټرانزیټ پیل شي.

یاد وزارت په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دغه هوکړه د سوداګرۍ د سرپرست وزیر او د پاکستاني پلاوي ترمنځ، چې کابل ته په سفر راغلی و، شوې ده. په دې سفر کې دواړو لورو هوکړه کړې، چې نور به سوداګریزې چارې له سیاسته لرې ساتي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اپتا تړون به هم په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړاوي پړاو ته ورسوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، “په پام کې ده، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د دواړو خواوو ترمنځ د هوا له لارې هم سوداګري پیل شي”.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د شوې هوکړې له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي ډګرونو له لارې صادراتي او وارداتي توکي ولېږدول شي.

په دې وروستیو کې، د ځینو ستونزو له امله له پاکستان سره د ځمکې له لارې د ټرانزیټ پر وړاندې ستونزې را پیدا کېدې، چې د دواړو هېوادونو سوداګریز توکي به په ورځو ورځو په بندرونو کې د پاتې کېدو لامل کېدای، د یاد هوایي ټرانزیټ سره به تر یوې اندازې ستونزې راکمې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version