شنبه/د وري ۱۱ یمهد افغانستان بانک اعلان کړی، چې سبا یکشنبه د وري (حمل) ۱۲ مه نېټه، د افغانیو د ثبات په موخه اولس”۱۷” میلیونه امریکايي ډالره د ازادۍ داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د افغانستان بانک ادارې په خپله “اکس” پاڼه لیکلي، چې سبا یکشنبه د حمل په ۱۲ مه نېټه، اولس “۱۷”میلیونه امریکایي ډالره د ازادې داوطلبۍ له لارې لیلاموي؛ یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو، چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي؛ څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
دغه بانک زیاته کړې، چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکل شویدي: “د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري”.
د افغانستان بانک تېره اونۍ هم د افغانیو د ثبات په موخه د ازادې داوطلبۍ له لارې “۱۷” میلیونه امریکایي ډالره لیلام کړي و.