د غزې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو کې راهیسې پر دغې تړانګې د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې ۴۷ فلسطینیان شهیدان او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له‌مخې، له دې سره د غزې جګړې له پیل راهیسې د شهیدانو شمېر ۶۵ زره او ۵۴۹ تنو او د ټپیانو شمېر بیا ۱۶۷ زره او ۵۱۸ ته رسېدلی دی.

وزارت زیاته کړې، چې صهیونیستي رژیم دغه راز په یاده موده کې ۴۰ تنه وږي فلسطینیان د مرستو ترلاسه کولو پرمهال هم شهیدان او ټپیان کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version