د افغانستان بانک چارسمبالي مشر هدایت الله بدري د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدلي او د مالي چوپړتیاوو د پراختیا په تړاو یې ورسره خبرې کړې دي.
له افغانستان بانک څخه په خپره شوې خبرباڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د افغانستان بانک رئیس ویلي، چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد ټولو برخو ته مالي خدمتونه ورسوي، ترڅو درانه هېوادوال وکولی شي چې په اسانه ډول ارزانه او غوره کیفیت لرونکو مالي خدمتونو ته لاسرسی ولري.: «د دې برخې د پیاوړتیا لپاره د هېواد اوسنیو شرایطو ته په پام سره مقرره جوړې شوې ده چې په پلې کېدو سره به یې خلک وکولی شي، په اسانه ډول کوچني پورونه تر لاسه کړي.

د کوچنیو پورونو ته د خلکو لاسرسی د بې‌وزلۍ کچه کموي او د ندو په رامنځته کولو کې مرسته کوي.»
په خبرپاڼه کې د یوناما د مشر له قوله ویل شوي، چې مالي خدمتونو ته د خلکو لاس‌رسی د ارزښت وړ دی او په دې برخه کې له افغان حکومت سره همکاري کوي.
که څه هم په هېواد کې د بانکونو پېښلیک ډېر پخوانی دی؛ خو لا هم خلک هغه ډول بانکي چوپړتیاوو ته لاس‌رسی نه لري، کومه اړتیا چې په اوسني وخت کې لیدل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version