د افغانستان بانک د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې دغه بانک د هېواد پولي بازارونه تر دقيق څار لاندې لري او د بيو او مبادلې د نرخ د ثبات لپاره اړين ګامونه پورته کوي.

افغانستان بانک دغه راز ډاډ ورکړی چې چې کافي سرچينې په واک کې لري چې د اړتيا په صورت کې د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د افغانیو او اسعارو اړتياوې پوره کولای شي.

د افغانستان بانک دا ډاډ داسې مهال ورکړی چې له پرون ورځې راپه دېخوا افغانۍ د ډالر پر وړاندې په کمه اندازه خپل ارزښت بايللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version