د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چي؛ د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ یو پلاوي د اسلامي مالي مؤسساتو لپاره د محاسبې او تفتیش د ادارې (ایوفي) او د اسلامي پراختیایي بانک په نولسمه غونډه کې چې په بحرین هېواد کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
دا غونډه روان کال د نومبر په درېیمه او څلورمه نېټه جوړه شوې وه او په کې د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو او اسلامي سوداګریزو بانکونو نږدې ۳۰۰ استازو ګډون درلود.
په یاده غونډه کې دافغانستان بانک رئیس ښاغلي نور احمد آغا وینا وکړه او د افغانستان بانک لاسته راوړنې یې یادې کړې.