د افغانستان بانک وايي، د دغه بانک له لوري په لوېدیځ زون کې (۵۵۹،۱۴۰،۰۰۰) پينځه سوه نهه پنځوس مېلیونه، یو سل څلوېښت زره افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه چې د لوېدیځ زون هرات په خزانه کې موجود وو او د افغانۍ۱۰۰۰،۵۰۰،۱۰۰،۵۰،۲۰،۱۰ انواعیې په کې شاملې وې د ټاکل شوي پلاوي په شتوالي کې وسوځول شول.
د افغانستان بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، بانکنوټونو ساتنې ته نه نه پاملرنه د دې لامل شوې، چې بانکنوټونه له وخت وړاندې زاړه شي.
په خبرپاڼه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخوند له خلکو غوښي، چې د سوداگریزو راکړو ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو له وخت وړاندې مندرس نه شي.
د یادونې وړ ده، چې راټول شوي مندرس بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو، اړوندو ادارو او د افغانستان بانک د بېلابېلو امریتونو د استازو په شتون کې د گمارل شوي پلاوي له خوا وسوځول شول.
نږدې دوې اوونۍ وړاندې د دغه بانک له لوري په شمال زون کې (۱،۰۷۳،۹۶۲،۰۰۰) یو مېلیارد، درې اویا مېلیونه، نهه سوه او دوه شپېته زره افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه چې د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه را ټول شوي وو او د افغانۍ (۱۰۰۰،۵۰۰،۱۰۰،۵۰،۲۰،۱۰،۲) نوعې پکې شاملې وې د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته سوځول شوې وو.
د افغانستان بانک له لوري نږدې هره میاشت تر مېلیارد پورته زاړه بانکنوټونه سوځول کېږي؛ د یاد بانک مسوولین له خلکو غواړي چې خپل بانکنوټونه په جېبي بټوو کې وساتي، څو له ژر خرابېدو یې مخنیوی شوی وي.