نن سهار د بدخشان په مرکز فیضاباد کې په یو استوگنیز کور کې د اورلگېدنې له امله یو تن مړ شوی.
د بدخشان ځايي مسوولین وايي، پېښه نن سهار ۹:۳۰ بجې د فیضاباد ښار د پنځمې ناحیې په سیمه کې د خزانهدار مسجد ته څېرمه شوې ده.
د ځايي مسوولینو په خبره، د ګاز ډبې د چاودنې له امله په دغه کور کې اور ولگېد، چې له امله یې هغه توکي هم وچاودېدل چې د کانونو په استخراج کې ترې گټه اخیستل کېږي.
د دغه اورلگېدنې له امله کور ته د ځاني زیان سربېره مالي زیان هم رسېدلی دی.
د فیضاباد ځايي مسوولین وايي، د اور د پراختیا مخه یې نیولې او خلکو ته یې ډاډ ورکړی چې د اندېښنې وړ کومه موضوع نه ده.