د افغانستان بانک وايي، د یاد بانک یو لوړ پوړی پلاوی د مالیزیا د مرکزي بانک په بلنه د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په نړیوال کلني کنفرانس کې د گډون په موخه یاد هېواد ته رسېدلی دی.

له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پلاوی به د دې سفر په لومړۍ ورځ د مالیزیا د مرکزي بانک له خوا په جوړه شوې غونډه کې گډون وکړي.

یادې غونډې ته د افغانستان بانک او نورو اسلامې هېوادونو د مرکزي بانکونو استازي بلل شوي دي, ترڅو د اسلامې بانکوالۍ د پراختیا په اړه له یو بل سره نظرونه او تجربې شرېکې کړي او اړینې پرېکړې وکړي.:«په دویمه او درېیمه ورځ به د افغانستان بانک پلاوی د مالیزیا د دولت له خوا د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په جوړېدونکي نړیوال دوه ورځني کنفرانس کې گډون وکړي. دې کنفرانس ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو څخه د مرکزي او نورو اسلامي بانکونو او مالي موسساتو استازي را غوښتل شوي دي چې په ترڅ کې به یې گډونوال د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، کوچنیو او منځنیو تشبثاتو په پیاوړتیا او د صکوکو او مالي بازارونو د پراختیا اړوندو مسئایلو په اړه بحثونه او گټورې مشورې وکړي.»

د خبرپاڼې له مخې، له دې سربیره به یاد پلاوی د اسلامي بانکوالۍ اړوند د نړیوال شرعي څېړنیز مرکز، د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د نړیوال پوهنتون، د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون او د زکات او حج له ادارو سره د اړیکو د ټينگولو په موخه ليدنې کتنې وکړي.:«د افغانستان بانک په ټول هېواد کې د یو سوچه اسلامي او پر شرعي اساساتو ولاړې اسلامي بانکوالۍ د پراختیا لپاره هلې ځلې کوي، ترڅو له سود څخه پاک بانکي نظام رامنځته شي. د افغانستان بانک غواړي له ټولې نړۍ په ځانگړې توگه اسلامي هېوادونو سره متقابلې بانکي اړیکې ولري.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version