د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مارجه، ناوه او نهر سراج ولسوالیو کې سلگونه جریبه دولتي ځمکه له غصب راگرځول شوې ده.

د یاد ریاست مسوولین وايي، هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د بېرته را گرځولو د تخنیکي پلاوي د هلو ځلو په ترڅ کې د سلگونو جریبه ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده.:«هلمند د ځمکې غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د بېرته راگرځولو تخنیکي پلاوي له خوا د دې ولایت په مارجه، ناوه او نهر سراج ولسوالیو کې د سلگونه جریبه دولتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده.»

د کرنې ریاست د مسوولینو په خبره، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو بېرته راگرځول د اسلامي امارت له لومړیتوبو څخه دي او د هېواد په کچه ټولې غصب شوې ځمکې د چارواکو له تایید او حکم وروسته بېرته راگرځول کېږي.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو دوو کلونو کې یې د هېواد په گوټ ـ گوټ کې زرگونه جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه بېرته راگرځولې ده.

په هېواد کې د اوږدو جگړو له امله گڼو زورواکو له لوري زرگونه جریبه ځمکه غصب شوې، چې اوسمهال یې د تصفیه روانه ده او بېرته د غاصیبنو څخه راگرځول کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version