نن ورځ اسلام آباد د افغان حکومت د مخالفینو د غونډې کوربه دی، په دې غونډه کې د پرځېدلي جمهوریت چارواکو، فعالانو، سیاسیونو، قاچاقبرانو، نیابتي جنګیالیو او مبلیغینو ګډون کړی، لکه فوزیه کوفي، احمد الله علیزی، مصطفی مستور، زهرا حسیني، بشیر احمد انصاري، نور الرحمن اخلاقي، نرګس نیهان، مجیب الرحمن رحماني، سمیع کوهستاني، نبیل مصلح، نصیر اندیشه، عبدالله قرلق، کریم اتل او څو تنه نور چې ډېری یې د مخالفو ډلو د مشرانو په نیابت ورغلي او له آی ایس آی څخه د نوې اجنډا د اخیستلو په اړه مجلسونه لري.

پاکستاني استخباراتو په تېرو څلورو کلونو کې په مستقیم ډول له مخالفینو سره ناستې لرلې، خو دا ځل یې حربه او تکتیک بدل کړی او د پوښښي بنسټونو له لارې یې د افغان حکومت مخالفینو ته، په اسلام آباد کې غونډه جوړه کړې ده.

د اسلام آباد غونډې ته «لومړنۍ سیمه ییزې خبرې اترې» عنوان ورکړل شوی او په ظاهره یې ادعا کړې چې د افغانستان د ثبات په اړه به بحثونه کوي، خو واقعیت بېل دی؛ افغانسان د تېرو څو لسیزو په پرتله په سیمه کې د مثالي امن او ثبات خاوند شوی، د دغه ثبات په اړه به اصلي افغانان په افغانستان کې دننه د ثبات په اړه بحثونه کوي، نه په هغه هېواد کې چې دفاع وزیر یې افغانستان خپل اصلي دښمن معرفي کوي.

بلخوا بیا د افغانستان د ثبات په اړه بحثونه ولې د داسې اشخاصو له خوا مطرح کېږي چې خپله دوه لسیزې د بې ثباتۍ اصلي عاملین وو!؟ دلته نو که د غونډې په اړه واقع بنانه قضاوت کوو، نو دا به راته روښانه وي چې د اسلام آباد غونډه د ثبات نه، بلکې د افغانستان د بې ثباته کولو په هدف جوړه شوې؛ دا وروسته له هغه ښه څرګنده شوه چې په تېرو نږدې ورځو کې پاکستاني چاراکو د افغانستان په اړه ګواښوونکې خبرې وکړې، چې ویلی شو د اسلام آباد غونډې ګډونوال او د دوی اصلي ادرسونه د افغانستان په بې ثباته کولو کې د اسلام اباد مرسته کوي.

په دې غونډه کې د آی ایس آی اجیران د افغانستان د بې ثباته کولو او نا امنۍ د خپرولو په هدف د نویو پلانونو د اخیستلو لپاره ګډونوال دي، مګر همدا اجیران چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی، د منابعو د معلوماتو پر بنسټ، پاکستان لس ورځنۍ وېزې ورکړې دي، چې دا بې ثباتۍ په همدې عاملینو رشخند وهل دي. دوی ته یو ماموریت سپارل کېږي او بیرته یې له دغه هېواد څخه شړي.

د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره د پخوانیو فاسدو چارواکو او پاکستان ګډې هڅې یوازې دا پیغام انتقالوي چې همدا چارواکي د داعش او نورو نیابتي ډلو په څېر تر یو بلې اجنډا لاندې، په مختلفو نقابونو کې د جګړې رامنځ ته کولو لپاره استفاده کېږي، خو دوی له داسې چا څخه د جګړې او بې ثباتۍ پلان اخلي، چې په ځلونو ورته تجربه شوې چې له پردۍ اجنډا سره افغانان هیڅوک هم نه مني؛ نو ویلی شو چې دا شومه هڅه یې هم ناکامه او هیڅ اصلي افغان ته د منلو وړ نه ده.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version