د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي، چې قطر او مصر تېره ورځ غزه کې د جګړې پای‌ته رسولو لپاره د ټرمپ له خوا وړاندې شوې طرحه حماس اسلامي غورځنګ ته سپارلې.

نوموړي ویلي، چې حماس به پر یادې طرحې له فلسطیني لوریو سره مشوره وکړي؛ خو د ده په ټکو لومړی غبرګون یې مثبت و.

قطري لومړي وزیر دا هم ویلي، چې ټرمپ له صهیونیستي لومړي وزیر سره تر لیدنې وروسته کومه مسوده چې وړاندې کړې، دوی له مصر او ترکیې سره پرې د منځګړي په حیث خبرې اترې کوي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، د دې طرحې له مخې به د غزې جګړه پای ته ورسي، صهیونیستي پوځیان به په تدریجي توګه له غزې ووځي او حماس به د غزې حکومت درېیم ګړو ته وسپاري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version