د ټولګټو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د دې وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني د «ترستکو مېډل اېسټ» شرکت له استازو سره کتلي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه کتنه کې د یاد شرکت استازو د هېواد د سړکونو او اوسپنیزو کرښو رغولو کې پانګونې ته چمتووالی څرګند کړی دی.

د ټولګټو سرپرست وزیر د دوی د لېوالتیا هر کلی کړی او ویلي یې دي، چې په هېواد کې د بهرنیو پانګوالو لپاره امنیتي او اقتصادي شرایط برابر شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version