د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې د لبنان او صهیونیستي رژیم ترمنځ د اوربند هوکړه د راتلونکې فبرورۍ میاشتې تر ۱۸مې وغځېدله.

دا په داسې حال کې ده چې د لبنان او صهیونیستي رژیم ترمنځ د اوربند د مخکيني هوکړې موده پوره شوې او صهیونیستي رژیم سویلي لبنان ته څېرمه خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د صهیونیستي رژیم او لبنان ترمنځ د مخکیني اوربند له پای ته رسېدو وروسته دصهیونیستي رژیم په بریدونو کې تېره ورځ ۲۲ تنه لبنانیان وژل شوي او ۱۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي. دوی د لبنان جنوب ته خپلو کورونو ته د ستنېدو اراده درلوده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version