په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان په لاهور ښار کې د «عاصمه جهانګیر» شپږم کلنی کنفرانس ترسره شو. دغه کنفرانس که څه هم په ظاهره د «بنسټیزو حقونو د له منځه تګ او تر پولې‌ ورهاخوا مقاومت» تر شعار لاندې ترسره شو، خو په عملي ډګر کې یو ځل بیا د افغانستان پر ضد د سیاسي دریځونو د مطرح کولو په یوه سناریو بدل شو.

په دې ناسته کې فوزیې کوفي هم ګډون کړی و؛ هغې د تېرو درېیو لسیزو په اوږدو کې د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره ناسمه وبلله او له اوسني حکومت سره یې د اسلام‌ آباد اوسنی تعامل هم د هماغې تېرې تیروتنې دوام وباله. کوفي له پاکستاني حکومت څخه وغوښتل چې د حکومت ضد جریانونو ملاتړ وکړي، ترڅو پر کابل سیمه‌ ییز او نړیوال فشارونه ډېر شي. نوموړې وروسته له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د افغانستان خلک «یرغمل» او نړۍ هېر کړي دي.

په لاهور کې دا کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې په خپله پاکستان کې د بشري حقونو او لږکیو حقوق په پراخه کچه تر پښو لاندې کېږي. له لومړنیو حقونو څخه د بلوچ او پښتون قومونو محرومیت او د پاکستان د پوځ له لوري یې بې‌ رحمانه وژنې، په دې هېواد کې د بشري حقونو د نقض او د پردې تر شا د جنایتونو یوازې یوه وړه بېلګه ګڼل کېدای شي.

په داسې حال کې، لومړی باید وپوښتل شي چې پاکستان په کوم باور او دریځ دا ډول غونډه جوړوي؟ هغه هېواد چې له کلونو راهیسې د خپلو مذهبي، قومي او سیاسي لږکیو پر وړاندې د چلند له امله له پراخو نیوکو سره مخ دی، بلوچ او پښتانه فعالان پکې د نیونو، جبري ورکېدو او امنیتي محدودیتونو په اړه خبرې او شکایتونه لري؛ یو داسې هېواد چې خبریالان او سیاسي منتقدین پکې له ښکاره فشارونو سره مخامخ دي؛ څنګه کولای شي د سیمې لپاره د «بنسټیزو حقونو» د ننګې او دعوه کوونکي په توګه راښکاره شي؟

که چېرې د دې کنفرانس له مخې رښتیا هم د بشري حقونو د خوندیتوب اندېښنه لري، نو ولې د پاکستان د کورنیو معترضینو او لږکیو غږ نه پکې منعکس کېږي؟ ولې د داخلي ستونزو پر ځای د افغانستان پر موضوع او د افغانستان د بدنامو او تښتېدلو څېرو پر بلنه تمرکز وشو؟ دا ډول انتخاب تصادفي نه ښکاري؛ بلکې دا څرګندوي چې په ورته ناستو کې د بشري حقونو خبرې اترې یو اصل بنسټ نه، بلکې تر ډېره د یوې وسیلې بڼه خپلوي او د سیاسو موخو لپاره کارول کېږي.

په همدې کنفرانس کې د فوزیې کوفي ګډون هم د پوښتنې وړ دی. فوزیه کوفي چې د افغانستان د نوي حکومت تر حاکمیت وړاندې د خطرناکو او نامشروع نړیوالو فعالیتونو په ترسره کولو تورنه وه، د نشه‌‌يي توکو د لویې مافیايي کړۍ مشره او قاچاقبره بلل کېده، نن څنګه د بشري حقونو د دفاع پر څوکۍ کېني او نورو ملتونو ته د حق او حقونو خبرې کوي؟ دا موضوع یوازې سیاسي کشمکش نه دی، بلکې په داسې غونډو کې د بشري حقونو د خبرو اترو په باور او د مشروعیت په مسئلې پورې اړه لري. کله چې د جنجالي او تر نیوکو لاندې مخینې لرونکي کسان د اخلاقو او عدالت د دعوه دارانو په توګه وړاندې کېږي، نو طبیعي خبره ده چې عامه فکرونه به د دې ډول غونډو د اصلي موخو په اړه شکمن کېږي او هغه به یوه بې‌ پرې هڅه نه، بلکې یو پېیلی او جهت لرونکی سیاسي اقدام بولي.

په پای کې باید وویل شي چې افغانستان یو خپلواک، د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات لرونکی هېواد دی. پاکستان دې د افغانستان د واقعي څېرې د بد معرفي کولو او د دې کار لپاره د بدنامو تښتېدلو څېرو د رابللو پر ځای خپلو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ته پاملرنه وکړي. د بشري حقونو پر نقض د بحث کولو پر ځای دې د خپلو لږکیو او بېلابېلو مذهبونو حقونو ته درناوی وکړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version