د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې د ياد وزارت وزیر ملا نورالله نوري د يوه پلاوي په مشرۍ فارياب ته تللی او هلته یې له ځايي قومي مخورو او مسؤلينو سره د فکري تبادلې او ملي يووالي په اړه ناسته کړې ده.

ښاغلي نوري ويلي، افغانان د خپلې عقیدې او ارزښتونو د ساتنې لپاره له نظام سره یو ځای شوي، تر بل هر وخت متحد دي او په وينا يې د بهرنو افکار ټغر ټول شوی.

په ورته مهال قومي مشرانو هم د نظام ملاتړ تازه کړی او ټینګار یې کړی، چې د هېواد د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

ناستې ته د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مرستيال نورمحمد حقاني ويلي، چې که د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وشي، پایله به یې د پخوانیو اشغالګرو په څېر وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version