وروسته له هغه چې د جمهوریت لاسپوڅي نظام (چې په رأس کې یې بدنام، معامله‌ګر او مفسد کسان وو)، په ۱۴۰۰ کال کې سقوط وکړ او اوسنی نظام حاکم شو، د دې نظام دلسوزو او رښتینو مشرانو، چې د خلکو له منځه راپورته شوي وو، په اخلاص او پاک نیت ملا وتړله ترڅو هغه هېواد چې له شلو کلونو وروسته د اشغالګرو او د هغوی د داخلي غلامانو له پنجو څخه خلاص شوی و، ودان کړي او د ملت پر ژورو زخمونو، چې کلونه، کلونه د سیاستوالو او بهرنیو بادارانو د شخصي ګټو قرباني شوي وو، مرهم کېږدي.

د اوسني نظام د واک ته رسېدو په لومړیو کلونو کې، نويو مسئولینو د هېواد د اړتیاوو په دقیق درک کولو سره، د حیاتي برنامو او پروژو کار پیل کړ. له دې جملې د قوش‌تپې کانال چې نن د بشپړېدو په درشل کې دی او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. همدارنګه، په مختلفو ولایتونو کې لسګونه کوچنۍ او لویې پروژې پرانیستل شوې دي چې هر یوه یې د وطن د آبادۍ لپاره د کلک هوډ او عملي کار نښه ده.

د ټاپي پروژه، چې افغانستان به د سیمې په ترانزیټي شاهراه بدل کړي، دغه پروژه یوه تر ټولو سترو ملي پروژو څخه ده چې د امارت د لومړنۍ واکمنۍ په وخت کې پیل، خو یو کال مخکې په رسمي توګه پرانیستل شوه او اوس په چټکۍ سره د بشپړېدو په حال کې ده. د لسګونو کانونو د استخراج کار هم په ټول هېواد کې روان دی چې د افغانستان په راتلونکي اقتصاد کې به اساسي رول ولوبوي.

د دې لاسته راوړنو ترڅنګ، د افغانستان د اوبو مدیریت یوه تر ټولو مهمه او ستونزمنه برنامه ده چې حاکم اسلامي حکومت په جديت سره عملي کړې ده. د کمال خان بند او د کنړ پر سیند د بندونو جوړولو طرحه د اسلامي امارت د رهبرۍ په فرمان، د هېواد د طبیعي سرچینو څخه د ملي ګټې اخیستنې په لور د مسئولینو د نه ستړې کېدونکو هڅو روښانه بیلګې دي.

مګر هغه کسان چې کلونه، کلونه یې د هېواد چارې په لاس کې وې او ټول فکر او ذهن یې په شخصي ګټو او بهرنیانو ته په خدمت کې مصرفېده، نن د دې پرمختګونو د لیدلو تاب نه لري. هماغه کسان چې شل کاله یې په خیالي او تنها کاغذونو کې لیکل شویو پروژو میلیاردونه ډالر ضایع کړل، اوس هره ملي پروژه چې اوسنی حکومت یې پرانیزي، تمسخر کوي او نمایش یې بولي.

د اقتصادي چارو په برخه کې له زلمي خلیلزاد او د سعودي عربستان د ډیلټا شرکت له اجرائيوي مشر سره د رئیس الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وروستۍ لیدنه هم د دې حقیقت یوه نوې بېلګه ده. دا لیدنه چې د نړۍوالو پانګوالو د جذب او د اقتصادي همکاریو د نوي فصل د پیل په لړ کې ترسره شوه، د هماغه مخالفینو سخت غبرګون او غوصه یې را وپاروله چې لا هم د جمهوریت خوبونه او خیالونه ویني.

په ځانګړې توګه د امرالله صالح په څیر کسان چې له خلیلزاد سره یې پخوانۍ دښمني او د دوحې په تړون کې د هغه له رول څخه خفه دی، د مغرضانه مطالبو په خپرولو سره یې هڅه وکړه چې دا پروژه د جمهوریت د خیالي طرحو په څیر وښيي او ادعا یې وکړه چې دا برنامې «په یخ لیکل شوي» دي.

مګر هغه څه چې نن مخالفین سوځوي، په یوه اقتصادي ناسته کې د خلیلزاد شتون نه، بلکې د هغو پروژو واقعي پرمختګ دی چې دوی پخپله په شلو کلونو کې حتی ورته بنسټ نه شو ایښودلی.

بلخوا دوی هڅه کوي چې د پروپاګند او رسنیزو جنجالونو له لارې، د جمهوریت په دوره کې خپلې ناکامۍ پټې کړي؛ هغه ناکامۍ چې د شفافیت له نشتوالي، پراخ فساد او په مدیریت کې له ناتوانۍ څخه سرچینه اخلي. اوس چې نوی افغان حکومت په پیاوړو ګامونو سره د ټاپي او کنړ بند په څیر پروژې پرمخ وړي، هماغه کسان چې یوه ورځ یې د ملت آبرو او عزت، پردیو ته د خدمت په بدل کې وپلورل، نشي کولی د دې پرمختګونو شاهدان واوسي.

امرالله صالح او د هغه په څیر کسان، چې د کنړ بند او ټاپي په څیر پروژو په وړاندې، له یادو پروژو د پراخ ولسي ملاتړ له کبله د مستقیم دریځ نیولو جرئت نلري، خپله غوصه او کینه پر اشخاصو او پروژو په نیوکو کې تخلیه کوي. مګر خلک پوهیږي چې نن کار په (عملي) ډګر کې دی، نه په رسنیزو شعارونو کې.

صداقت، دلسوزي او ملت ته رښتینی خدمت هغه څه نه دي چې د تبلیغاتو تر ګردونو لاندې پټ پاتې شي. نوي اسلامي حکومت پر خدای په توکل او پر داخلي توان په تکیه کولو، د افغانستان د بیارغونې په لاره کې عملي ګامونه اخیستي، د مجازي فضا(ټولنیزو رسنیو) هیڅ یو جنجال نشي کولی د دې حقیقت له روښانه کېدو مخه ونیسي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version