د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد له یوې پاکستاني رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، د افغانستان د اوبو مهارول او پرې د بندونو جوړول د افغانستان خپل اختیار دی.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې افغانستان هم کولای شي لکه پاکستان خپلې اوبه خپله خاوره کې مهار کړي.

نوموړي ویلي: «د افغانستان اوبه مهارول او پرې ډیمونه جوړول د افغانستان خپل اختيار دی، لکه څنګه چې پاکستان کولای شي چې په خپله خاوره کې خپلې اوبه کنټرول کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د افغان حکومت مشرتابه د اوبو او انرژۍ وزارت ته حکم وکړ، چې ژر پر کونړ سیند د بندونو جوړولو چارې پیل کړي.

ښاغلي مجاهد دې تازه مرکه کې دا هم ویلي، چې د پاکستان ملکي حکومت غواړي له افغانستان سره ښې اړيکې جوړې کړي او په دې برخه کې جدي هم ښکاري؛ خو د پاکستان پوځي رژیم دې برخه کې خنډ را منځته کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version