په دې وروستیو کې د افغانستان او غرب ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو نوی باب پرانیستل شوی او دا اړیکې نورې هم د ښه کېدلو او پراختیا په حالت کې دي. که څه هم د غربي هېوادونو له لوري تر دې دمه سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو له دې سره، سره بیا هم یو شمیر هېوادونه له سرپرست حکومت سره نږدې تعاملات لري، دا په دې معنی چې د افغانستان لپاره د غرب په پخوانیو تګلارو او پالیسو کې تغیر او نرموالی راغلی او د افغانستان په تړاو یې واقعیتونه درک کړي دي.

د غرب په پالیسیو کې بدلون نه یوازې دا چې د تعامل او اړیکو په عادي کولو کې رغنده رول لري، بلکې دا یو ډول اعتراف هم بلل کېږي چې پخوانۍ د زور، جبر او فشار پالیسي له ناکامۍ سره مخ شوې ده. په نړۍوال سیاست کې تل بدلونونه راځي، دا بدلونونه همېشه ژور اغیز لري او افغانستان هم له دې قاعدې څخه مستثنیٰ نه دی.

دا بدلونونه د هغو څهرو لپاره زیات د اندیښنې وړي دي چې په تېرو کلونو کې د غرب تر سیوري لاندې پاتې شوي وو او د هغوی لپاره یې فعالیت کاوه، دا خلک چې د سرپرست حکومت او افغان ولس په مقابل کې هر وخت له غربي مورچلو څخه په مخالفت بوخت وو، نور به په غرب کې هم ځای و نه لري او نه هم دوی نور د پاملرنې وړ دي، د دوی د بهرني فعالیت امکانات ورځ تر بلې د محدودیت حالت ته ځي، داسې وخت به هم راځي چې نور به د سیاسي فعالیت لپاره چاپیریال نه لري.

د سرپرست حکومت سیاسي مخالفینو د خپلې بقاء لپاره تل له بهرنیو تمویلونو څخه ګټه اخیستې ده، خو دغه سرچینې د بندېدلو په حالت کې دي، غربي هېوادونه نور دوی ته د سیاسي فعالیتونو لپاره ځای نه ورکوي، د پناه غوښتنې او استوګنې اړوند زمینې او بهانې یې هم محدودي شوې دي، رسنیز نفوذ یې هم کم شوی، سیاسي فعالیتونه یې تر پوښتنې لاندې راغلي او ډېری هېوادونه نور د دوی خبرو ته غوږ نه ږدي.

اوسنی حالت د هېواد ضد فاسدو کړیو د زوال پیلامه ده، همدا وجه ده چې د سرپرست حکومت سیاسي مخالفین په خپل زوال یقیني دي، لومړی یې د واک په وخت کې د افغان ولس له احساساتو سره لوبې وکړې او بیا یې تر تحول وروسته د افغان ولس پر وړاندې د فکري، تبلیغاتي او سیاسي مخالفت څخه لاس په سر نشول، په هره برخه کې یې د افغانستان پرمختګ منفي تعریف کړ، له هېواد او ملت سره یې خیانت او غدر هېڅکله د تاریخ له پاڼو څخه نه پاک کېږي او تل به محفوظ وي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version