د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې، کتائب القسام ویلي، چې ځواکونو یې د غزې ښار په التفاح سیمه کې د اسرائیلي پوځ د قومندې او کنټرول پر مرکز برید کړی دی.

کتائب القسام زیاته کړې، چې برید د درنو وسلو په وسیله ترسره شوی؛ خو صهیونیستي پوځ ته د اوښتو تلفاتو په اړه یې څه نه‌دي ويلي.

القسام په یو بل راپور کې ویلي، چې ځواکونو یې د غزې په خان‌یونس ښار کې هم د صهیونیستي پوځ یو اکمالاتي موټر هدف ګرځولی، چې پکې سپاره پوځیان یا وژل شوي یا هم ټپیان شوي دي.

اسرائیلي رسنیو بیا تائید کړې، چې د تیرې ورځې په نښتو کې یو لوړ رتبه صهیونیستي پوځي افسر ټپي شوی دی.

د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې غزه کې پر صهیونیستي پوځیانو د فلسطیني مقاومت بریدونه د پام وړ ډېر شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version