د زندانونو چارو د سمون اداره وايي، اوسمهال د هېواد په زندانونو کې ۴۰ بهرني وگړي بندیان دي، چې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د یادې ادارې مرستیال حبیب الله بدر وايي، بندي وگړي د بېلابېلو هېوادونو دي او د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور بندیان شوي، چې ډېری یې د گاونډیو هېوادونو وگړي دي.نوموړي دغه څرگندونې د کابل له مرکزي زندان څخه د ۴۰۶تنو د خوشې کېدو په غونډه کې کړې دي.
بدر ویلي، رسنۍ دې د زندانونو په اړه له بېبنسټه خبرونو د خپرولو څخه ډډه وکړي او په په افغانستان کې شته ټولې ملي او نړیوالې رسنۍ هر کله کولای شي چې له زندانیانو سره له نږدې وگوري، د هغوی حال و پوښتي او کره ریپوټونه پرې جوړ کړي.: «همدا اوس تاسو کولی شئ دغه محوبسین او محجوزین چې د عفوې او تخفیف په فرمان کې داخل او خوشې شول، زموږ له حضور پرته او له زندانه بهر ترې د زندان د وضعیت او د مسوولینو د چلند په اړه پوښتنه وکړئ او زه ډاډه یم چې مثبت ځواب به درکړي.»
د کابل له مرکزي زندان څخه ۴۰۶ تنه بندیان خوشې شول، چې له دې ډلې۳۳۸ یې نارینه محبوسین، ۴۰ یې ښځینه محبوسینې او ۲۸ تنه یې ماشومان محجوزین وو.