د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د بلخ په شورتپې ولسوالۍ کې د امو سیند غاړو د تحکیماتو یوه بیړنۍ پروژه بشپړه او د 2 نورو بیړنیو پروژو چارې روانې دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د بلخ د شورتپې ولسوالي په پتلي ایلاق کلي کې د امو سیند غاړو د تحکیماتو بیړنۍ پروژه بشپړه شوې او په شیخ او بشیرلي کلیو کې د امو سیند غاړو د تحکیماتو د دوو نورو بیړنیو پروژو چارې روانې دي، چې تر دې دمه د شیخ کلي په پروژې کې د ۱۸ ډکو او د بشیرلي کلي پروژې کې د ۲۰ ډکو چارې بشپړې شوې دي.:«دغه پروژې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لگښت جوړېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې گڼشمېر د استوگنې کورونه، بڼونه او سلگونه جریبه کرنیزې ځمکې او د دغه ولسوالۍ عمومي سړک د سېلابونو له ویجاړیو څخه خوندي شي.»
یاد وزارت په یوې بلې خبرپاڼه کې ویلي، د کندهار د ظاهرشاهي کانال د اوبو وېش ۳ غټې او ۱۳ کوچنۍ دروازې رغول شوي دي.:«د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ډلې کندهار کې د ظاهر شاهي کانال د اوبو د غوره تنظیم، کنټرول او وېش په موخه د نوموړي کانال د دروازو د رغولو د تېر بهیر په تعقیب د یاد کانال د اوبو وېش ۳ غټې او ۱۳ کوچني دروازې ورغولې او د ساتنې او مراقبت چارې هم ترسره کړې. دغه کانال د کندهار ښار په گډون څو ولسوالیو ته د اوبو رسولو په برخه کې رغنده رول لري او د زرگونو جریبو کرنیزو ځمکو د خړوبولو وړتیا هم لري.»