Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د افغانستان پوځي پرمختګونه او د مخالفينو پرديپال دريځونه
    سیاسي لیکني

    د افغانستان پوځي پرمختګونه او د مخالفينو پرديپال دريځونه

    عمران آغاعمران آغا9 جون 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کله چې د يو هېواد د ملي ګټو او خاورې د ساتنې خبره کېږي، نو سياست او پرېکړې بايد د استقلالیت په ساتلو، د نن ورځې د واقعيتونو، اړتياوو او د ولس د خوندیتوب پر بنسټ وشي. له بده مرغه، د تېرې ناکامې ادارې ځینې چارواکي او سياستوال، چې تل يې شخصي ګټې تر ملي ګټو مخکې کړي، د افغانستان او روسيې ترمنځ د نوي نظامي او تخنيکي تړون په اړه ناسم او نيمګړي تحليلونه وړاندې کوي. دوی هڅه کوي چې خلکو ته داسې وښيي چې دا کار د هېواد په ګټه نه دی، خو په اصل کې د دوی دا څرګندونې له حقيقت ليرې او يوازې يو سياسي غبرګون دی.

    د افغانستان د دښمنانو او مخالفينو لویه ستونزه دا ده چې هغوی د تېر مهال د شوروي اتحاد پر وړاندې جهاد د نن ورځې له اړيکو سره مقايسه کوي. هغه مهال زموږ پر خاوره تېری شوی و او ولس يې پر وړاندې په مېړانه ودرېد، خو نن ورځ افغانستان يو خپلواک هېواد دی او د يو آزاد نظام په توګه د نړۍ او سيمې له قدرتونو سره پر متقابلو ګټو ولاړ تړونونه کوي. دا اړيکې د غلامۍ نه، بلکې د استقلالیت په ساتنې، د هېواد د پياوړتيا لپاره دي. د تېر او اوسني حالت دغه ناسمه مقايسه کول ښيي چې دا کسان لا هم په ماضي کې ژوند کوي او د هېواد د نن ورځې اړتياوې نه شي درک کولای.

    بل لور ته، ځینې دغه ماتې خوړلې څېرې داسې بې‌ بنياده ادعاوې کوي چې ګواکې دا تړون له وسلوالو ډلو سره مرسته کوي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې ادارې دغو مشرانو خپله هېواد د پرديو په شتون کې د تباهۍ او جګړې په لور يووړ او اوس نه شي زغملای چې په هېواد کې يو پياوړی او منظم نظام رامنځته شوی دی. دوی پر ځای د دې چې د خپل هېواد د وسلوال ځواک د پياوړتيا او د دفاعي سيستمونو د عصري کېدو ملاتړ وکړي، داسې منفي تبليغات کوي چې يوازې د هېواد د دښمنانو په ګټه تمامېږي.

    دا پوځي او تخنيکي همکاري په حقيقت کې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا او د خلکو د امنيت د تضمين لپاره يو خورا اړين ګام دی. يو هېواد هغه مهال د بهرنيو تهديدونو پر وړاندې ځان ساتلی شي چې يو موټی ولس، قوي دفاعي وسايل، رادارونه او مجهز پوځ ولري. له روسيې سره دا نوی تړون له افغانستان سره مرسته کوي چې خپل دفاعي سيستمونه پياوړي کړي او خپل سرحدونه داسې خوندي کړي چې هېڅوک پرې د تېري جرات ونه کړي. دا د هر خپلواک حکومت حق دی چې د خپل ولس د ارامۍ لپاره داسې ستراتيژيک ګامونه پورته کړي.

    د دې تړون اهميت او بېسارې توب له دې هم معلومېږي چې زموږ ځینې مغرض ګاونډيان ترې سخت وارخطا او اندېښمن دي. دوی چې تل يې غوښتل افغانستان يو بې‌ دفاع او کمزوری هېواد وي، ترڅو دلته خپلې شومې موخې مخې ته يوسي، اوس د افغانستان د پوځي پياوړتيا له امله په وېره کې دي. په سيمه کې د دښمنانو دغه ډار او غبرګون پخپله دا ثابتوي چې دا تړون د افغانستان د ملي ګټو لپاره څومره سم، ګټور او پر ځای ګام دی، ځکه د مقابل لوري تشويش تل زموږ د قوت نښه وي.

    له روسیې سره د پوځي – تخنيکي تړون په اړه د احساساتي او پرديپالو کسانو خبرې د افغانستان د هوښيار ولس په وړاندې هېڅ ارزښت نه لري. هغوی چې پرون يې هېواد په خپلو لاسونو د تباهۍ لور ته وړی وو، نن حق نه لري چې د هېواد د دفاعي تګلارو په اړه قضاوت وکړي. دا نوی تړون نه يوازې دا چې د افغانستان سياسي دريځ په سيمه کې پياوړی کوي، بلکې هغو ټولو کړيو ته يو کلک ځواب دی چې غواړي دا خاوره تل بې‌ وزلې، کمزورې او د پرديو محتاجه وګوري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهيوناما وايي افغانستان د اوسني حاکميت تر واک لاندې له خورا ښه امنيتي او مالي ثبات څخه برخمن شوی
    راتلونکي مقاله د ټاپي پروژې د هرات فاز ساختماني چارو نږدې ۵۲ سلنه پرمختګ کړی

    مربوطه لیکنې

    د افغان حکومت ضد ډلو د اتحاد په جوړولو کې د پاکستان د هڅو ناکامي

    8 جون 2026

    پنځم پسرلی او د مقاومت د خیالي ونې رژېدل

    7 جون 2026

    د خيالي مبارزې دوام؛ د مخالفینو په آنلاین کنفرانسونو کې څه دي؟

    4 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 جون 2026

    د ټاپي پروژې د هرات فاز ساختماني چارو نږدې ۵۲ سلنه پرمختګ کړی

    ‏د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، چې د ټاپي پروژې د هرات…

    د افغانستان پوځي پرمختګونه او د مخالفينو پرديپال دريځونه

    9 جون 2026

    يوناما وايي افغانستان د اوسني حاکميت تر واک لاندې له خورا ښه امنيتي او مالي ثبات څخه برخمن شوی

    9 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ټاپي پروژې د هرات فاز ساختماني چارو نږدې ۵۲ سلنه پرمختګ کړی

    9 جون 2026

    د افغانستان پوځي پرمختګونه او د مخالفينو پرديپال دريځونه

    9 جون 2026

    يوناما وايي افغانستان د اوسني حاکميت تر واک لاندې له خورا ښه امنيتي او مالي ثبات څخه برخمن شوی

    9 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،103 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،207 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.