د افغان حکومت مشرتابه د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان مجاهد او متدينو خلکو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي ویلې، ولس او چارواکو ته یې توصیه کړې چې د خپل منځني یووالي لپاره دې لاس په کار او د خپلو مشرانو اطاعت وکړي.
د مشرتابه په اختریز پیغام کې راغلي، چې افغان حکومت غواړي له اسلامي نړۍ سره د اسلامي اخوت په اساس ټينګې او ښې اړیکې ولري.
وړاندې له ټولو خواوو څخه غوښتنه شوې، چې د افغانستان د خلکو معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
په پیغام کې راغلي، چې افغان حکومت د نړۍ په هره برخه کې د مسلمانانو پر وړاندې ناوړه کړنې او د هغوی پر حقوقو تجاوز ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
