د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې د راتلونکې هجري قمري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه درې کاري ورځې د کوچني اختر په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
وزارت زیاته کړې، چې له روژې وروسته د دولتي کارکوونکو د کار وخت به له شنبې څخه تر چهارشنبې پورې د سهار له ۸ بجو څخه د مازیګر تر ۴ بجو پورې وي او د غرمې ډوډۍ او لمانځه لپاره به له ۱۲ څخه تر یوې بجې پورې یو ساعته وقفه وي.
همدارنګه د پنجشنبې په ورځ به د کار وخت د سهار له ۸ بجو څخه د ماسپښین تر یوې بجې پورې وي.
د یاد وزارت د خبرتیا له مخې، تولیدي، خدماتي، روغتیايي، تعلیمي او لوړو زده کړو ادارې کولای شي د خپلو کاري شرایطو له مخې د کار وختونه د خپلو مقرراتو مطابق تنظیم کړي.
